Close Menu
    What's Hot

    د مکرون سفر د سوریې د بیارغونې تړونونو ته پام اړوي

    جولای 7, 2026

    ارادا د ۵ ملیارد ډالرو شتمنۍ هدف سره ارادا کیپیټل پیل کړ

    جولای 7, 2026

    د نړۍ لومړی نړیوال ناروغ د جیاهوی نړیوال سرطان مرکز کې د نوې تصویب شوې CAR-T درملنې غوټه جوړوونکی سرطان لپاره درملنه پیل کړه

    جولای 7, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Khpal Wak NewsKhpal Wak News
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Khpal Wak NewsKhpal Wak News
    کورپاڼه » XJTLU د وبا له پیل راهيسې د نړيوالو محصلينو لویې حضوري غونډې ته ښه راغلاست وايي
    PR Newswire

    XJTLU د وبا له پیل راهيسې د نړيوالو محصلينو لویې حضوري غونډې ته ښه راغلاست وايي

    فبروري 28, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    سوژو، چين، فبروري 27، 2023 /PRNewswire/ — له درې کاله آنلاین تدریس، مجازي تعاملاتو او د زماني زونونو په هکله له بحث وروسته، د Xi’an Jiaotong-Liverpool پوهنتون نړيوال محصلين د چین د سرحداتو له پرانيستو وروسته د لومړي ځل لپاره سره راټول شوي دي.

    د فبرورۍ په 22، XJTLU د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه تر 260 ډېر نړيوال محصلين په مقدماتي دوره کې یو ځای سره راټول کړل. زده کوونکو وکولای شول په حضوري ډول ليدنې وکړي، د پوهنتون په محوطه کې وګرځي او په چین کې د نړيوالو محصلينو له امتیازاتو څخه خوند واخلي.

    د ګڼ شمېر محصلينو لپاره، دا لومړی ځل دی چې پوهنتون ته راځي.

    فېنېلا آریا کلارېسټا د کمپیوټر ساینس او تکنالوژۍ د لسانس دورې د دویم کال محصله ده اما نوموړې د لومړي کال خپلې زده کړې په آنلاین توګه بشپړې کړې دي.

    نوموړې وایي: “زه نږدې یوه اونۍ مخکې راغلې یم او د هغې راهيسې په سوژو کې ګرځم. زه خوشحاله یم چې بېرته حضوري زده کړو ته راستنه شوې یم، ځکه چې په کور کې ګڼ شمېر خنډونه شتون لري، او دا ډېره سخته ده چې د آنلاین زده کړو په جریان کې په درس باندې تمرکز وکړې.

    اوس چې موږ ټول دلته یو، له نورو زده کوونکو سره تعامل کول ډېر آسانه او لږ ناراحته دي. دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې بلاخره پوهنتون ته راځو او ټول دلته وينو. زه ډېر خوښ یم او دې ته په تمه یم چې ټول په سمه توګه وپېژنم او په چين کې له ژوند کولو سره ځان عیار کړم.”

    حضوري لکچر دا اونۍ پیلېږي. دا به د ګڼ شمېر محصلینو لپاره مخامخ تدريس ته له خوښیو ډک بېرته راګرځېدل وي.

    مېشل لیونارډ، د مالي ریاضیاتو د لسانس دورې د څلورم کال محصل چې د اندونیزیا اوسېدونکی دی، وايي: “له نږدې درې کلن لرې والي وروسته، دلته بېرته راګرځېدل او له ژوند سره ځای عیارول عجیبه احساس لري. زما ډېری ملګري چې له ما سره یې په ورته وخت کې زده کړې پیل کړې، د دندو د موندلو په موخه تللي دي، او ما فکر کاوه چې زه به هېڅکله بېرته راستون نشم. زه ډېر خوښ یم چې بالاخره په دې کار بریالی شوم.”

    کانګیون کېم او سنجې لي، چې دواړه د جنوبي کوریا اوسېدونکي او د تلویزیوني پروډکشن په برخه کې د هنرونو د لسانس دورې محصلين دي، دوی هم د خپل پروګرام د لومړي سمستر له پیل راهيسي له پوهنتون څخه لرې وو. د وبا په جریان کې، هغوی د عسکري دورې د خدمت بشپړولو لپاره بېرته جنوبي کوریا ستانه شول او په دې میاشت کې بېرته سوژو ته راغلل.

    کېم وايي: “زه ډېر خوښ یم چې بېرته دغه چاپېریال ته راستون شوم او دا چې بیا په سوژو کې ژوند کوم او له خپلو نوو او پخوانیو ملګرو سره وینم. د خوښۍ ځای دی چې زما لکچرونه په انګليسي ژبه دي او کولای شم په ورته وخت کې چينايي ژبه هم تمرین کړم.”

    لي زیاتوي: “زه ډېره خوشحاله یم چې بېرته پوهنتون ته راګرځم او دا چې ټولګي به نور په آنلاین توګه نه وي. داسې احساس کوم لکه خپل دویم ښار ته چې بېرته راګرځم.”

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2009241/Global_student_induction1.jpg

    اړیکه: Tamara.Kaup@xjtlu.edu.cn

    مربوطه لیکنې

    د نړۍ لومړی نړیوال ناروغ د جیاهوی نړیوال سرطان مرکز کې د نوې تصویب شوې CAR-T درملنې غوټه جوړوونکی سرطان لپاره درملنه پیل کړه

    جولای 7, 2026

    Inovance د 280 میلیونه ډالرو په ارزښت د لوړ ځواک موټرو فابریکه کې پانګونه کوي، د غټ صنعت د کاربن صفر اخراج هدف سره

    اپریل 24, 2026

    د DOJ د Vasudha پروړاندې ټول تورونه لغوه شول

    اپریل 17, 2026
    تازه ترین خبرونه

    د مکرون سفر د سوریې د بیارغونې تړونونو ته پام اړوي

    جولای 7, 2026

    ارادا د ۵ ملیارد ډالرو شتمنۍ هدف سره ارادا کیپیټل پیل کړ

    جولای 7, 2026

    عراق د بصرې د تیلو د ساحو لپاره د هالیبرټن قرارداد لاسلیک کړ

    جولای 6, 2026

    هند او جاپان د مصنوعي ذهانت او اقتصادي امنیتي اړیکو پراختیا کوي

    جولای 4, 2026

    اتحاد د ۲۰ کلونو وروسته د متحده عربي اماراتو او فرانسې ترمنځ هوايي اړیکې ژورې کړې

    جولای 3, 2026

    نړیوال بانک د مراکش د اوبو برېښنا ذخیره کولو لپاره د ۲۶۵ ملیون ډالرو ملاتړ کوي

    جولای 3, 2026

    امارات د سټارلینک وای فای اتصالاتو له پلوه یو ملیون ته لوړ شو

    جولای 3, 2026

    د جون په میاشت کې د سویلي کوریا صادرات ۱۰۲.۲۵ ملیارد ډالرو ته ورسیدل

    جولای 2, 2026
    © 2023 Khpal Wak News | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.